پکتیا ولایت کې د تحصیلي او روغتیايي دوو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۸ - ۷:۴۴
پکتیا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په مرکز کې د حقوقو پوهنځي ودانۍ او د دې ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د BHC روغتیايي کلینیک رغنیزې چارې تر کار لاندې لري.

د احمد خېلو ولسوالۍ روغتیايي کلینیک رغنیزې چارې چې تازه پیل شوي په ۲۰۸ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړیږي.

همداراز د پکتیا د حقوقو پوهنځي ودانۍ په ۲۱۵ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۷۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې جوړیږي چې رغنیزې چارې یې له ۵۰ سلنه اوښتې دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي کلینیکونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، موزیمونو، کتابتونونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې خورا مهمه ونډه درلوده او د تولګټو تاسیساتو جوړول د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي.

###

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS