د پنځو لويو ښارونو ستراتيژيکې پراختيا چهارچوب په پرانسیب کې تائيد شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۸:۵۸
کابل

د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني په رياست د اوبو، ځمکو او ښاري پراختيا په عالي شورا کې د لويو ښارونو (هرات، جلال‌اباد، کندهار، مزارشريف او خوست) ستراتيژيک پراختيا چهارچوب له ډيرو بحثونو او مشورو وروسته  په پرنسیب کې تائيد شو. له دې سره هم‌مهاله ښار جوړولو او ځمکو وزارت او سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د پلي کولو لپاره يې د ټولنې له اړتيا سره سم لاس په کار شي.

د يادو پنځو ښارونو ستراتيژيک انکشاف چهارچوب له ساساکي شرکت سره په نږدې همغږۍ ترتيب شوی او په دې طرحه کې د ښارونو د پراختيا، تاریخي، استوګنيز، سوداګريز، تحصيلي او د پانګونې او اقتصادي ځايونه مشخص شوي دي.

جلالتماب جمهور رئيس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ساساکي شرکت د هلو ځلو د ستاينې تر څنګ، لارښوونه وکړه چې ياده طرحه بايد د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې له خلکو او پوهنتونونو سره شریکه شي، څو له دې لارې د ستراتيژيک انکشاف چهارچوب په يو ملي بحث بدل شي.

جلالتماب جمهور رئيس په ورته وخت کې ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د شلو ورځو په اوږدو کې له واليانو، ښاروالانو او سکتوري ادارو سره اړينه همغږي رامنځ‌ته کړي او د هغوی نظريات هم په ياده طرحه کې ورګډ کړي، څو له دقيقې څېړنې وروسته يې پايلې د جمهوري رياست له عالي مقام سره په يوه جلسه کې شريکې شي.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت