په نیمروز ولایت کې ۲۷۷۸۶۹ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۱:۳۶
نیمروز

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په نیمروز ولایت کې ۲۷۷۸۶۹ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۴۰ قطعو کې چې ۲۶۹۹۸۹ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۷۸۸۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

راتلونکې اونۍ په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي چارې پیلېږي

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته وکړه، چې په کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو په بېلا بېلو موضوعاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۹:۲۹
Background image

غزني ښار کې د څلویښت متره سړک د کربونو د رنګمالۍ له چارو ليدنه وشوه

۱۴۴۵/۱۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ابادۍ او پرمختګ لپاره پلانونه چمتو کوي او د تطبیق لپاره یې اړوندو ادارو ته سپاري.

دغه وزارت هڅې پیل کړي چې ټولې د ابادۍ چارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

BACK TO NEWS