کندز ولايت کې لس جريبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۰:۳۳
کندز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د غصب شوو ځمکو د خلاصون په لړ کې دا ځل د کندز ولايت په دشت‌ارچي ولسوالۍ کې ۱۰ جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه کړه.

دا بکر او باير ډوله ځمکه له څو کلونو راهيسې د ځايي زورواکو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندز ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې تر اوسه ۱۵۳۳ جريبه ځمکه استرداد کړې او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې نوره غصب شوې ځمکه هم له غاصبينو خلاصه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت