په کندهار ولايت کې د يو روغتيايي کلينيک ودانۍ به ډير ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ولايت په تخته‌پل ولسوالۍ کې د روغتيايي بنسټيزو خدماتو کلينيک لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۷۳ سلنه بشپړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

دا روغتيايي مرکز په ۲۸۰ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه په ۸ ميلیونه ۹۰۰ زره افغانيو لګښت رغول کيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې د عامه بنسټونو لپاره د ودانيو په رغولو سره نه يوازې خلکو ته د خدماتو رسولو چارې چټکې کړي، بلکې سيمه‌ييزې حکومتولۍ ته يې هم تقويت ورکړی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت