د نيمروز ولايت په زرنج ولسوالۍ کې د معارف ليليې لپاره ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نيمروز په زرنج ولسوالۍ کې د معارف ليليې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې.
دا ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په ۱۹ ميليونه ۴۰۰ زره افغانيو په اساسي ډول په کمه موده ورغول شوه.
د دې پروژې په تطبيق سره به په سيمه کې د زدهکوونکو لپاره د اوسېدو مناسب ځای برابر شي او په ارام چاپېريال کې به خپلې زدهکړې پرمخ يوسي.