د تخار په درقد ولسوالۍ کې د يو ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۱
تخار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو په دوام دا ځل د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په مستغني قريه کې د يو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

د ښوونځي دا ودانۍ په ۹۷۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزوارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې پر مټ په ۲۷ ميليونه ۶۸۲ زره افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې په روان کال کې تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
Background image

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان په رسمي ډول تائید او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د میدان وردګ د ترمینل پروژې له روانو چارو لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ترانسپورتي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۹/۲۵

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ۱۷ مې ناحیې اړوند د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت او څرنګوالي په اړه ساحې ته سفر او ارزونه وکړه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت