فارياب کې د ښځينهوو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه
![فارياب](/sites/default/files/2020-01/img-7435574e359fc3c213bac3540fa9d84f-v.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړولو په دوام دا ځل د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د ابتدايه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
د ښوونځي دا ودانۍ په ۸۶۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د پوهنې وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۲ ميلیونه ۱۶۱ افغانيو ورغول شوه.