کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
کونړ

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي طلحه وایي، دغه لس بابه کورونه به په شاوخوا یوه نیمه میاشت کې جوړ شي، چې شپږ اعشاریه اووه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نوموړی وایي، یاد کورونه د قدم په نوم خیریه بنسټ له لوري جوړېږي، چې نقشې یې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ورکړل شوې دي.

محترم نبي الله طلحه وایي، هره خیریه اداره او نور چې په کونړ کې زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي، له کور او ښار جوړولو ریاست څخه منل شوې نقشې غواړي چې دوی یې په واک کې ورکوي او عملاً په ساحه کې تطبیق کېږي.

دغه کورونه د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار درې په ستره وال کلي کې د قدم خیریه بنسټ له لوري جوړېږي، چې د ا.ا.ا د کورونو جوړولو کمېټې له لوري یې چارې وخت په وخت څارل کېږي، ترڅو ټول کارونه د منل شوې نقشې له مخې ترسره شي.

د قدم خیریه بنسټ مسؤلینو ویلي، یاد کورونه به درې خونې ولري او د اوسېدو ټولې اسانتیاوې به په کې برابرې وي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه د کونړ ولایت د زلزله ځپلو لپاره په قبا ښارګوټي کې د اتیا کورونو چارې بشپړې شوې دي، په شپېته کورونو کار روان دی، د پنځه سوه کورونو د جوړېدو ژمنې شوې دي او تازه د لس کورونو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت