کندوز کې د انجنير کمالالدين صافي ښوونځي د رغولو چارې نيمایي بشپړې شوي
![کندوز](/sites/default/files/2020-02/11257269835d29758bb23ca.png)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندوز ولايت په دشتارچي ولسوالۍ کې د انجينر کمالالدين صافي ښوونځي لپاره د ودانۍ د جوړېدو چارې ۶۵ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ودانۍ په ۲۵ ميلیونه ۴۰۰ زره افغانيو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په معياري ډول رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله د روان لمريز کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.