کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون کې د یوې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۱۵
کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په میرویسو روغتون کې د تم خونو د جوړولو له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، د میرویس حوزوي روغتون د تم خونو سربېره د کندهار د عینو مینې ۳۵۰ بستریز روغتون کې هم له دوه تم خونو څارنه وشوه.
نوموړی وایي، په دې څار کې د کور او ښار جوړولو ریاست، مستوفیت، د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست، او د چارو ادارې د سویل لویدیځ حوزې د پروژو د نظارت مسؤلینو ګډون کړی وو.
هغه وایي، په دغه بهیر کې، د پروژې د څارنې او کیفیت د تضمین لپاره مهمې کاري سرچینې وړاندې شوې.
کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست زیاتوي، دغه پروژې او د څار بهیر د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښه والي او د خلکو د خدمت کیفیت لوړولو په هدف ترسره شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې خپل مسؤلیت په سمه توګه سرته ورسوي او خلکو د ارام ژوند او ښه خدماتو وړاندې کولو زمینې برابرې کړي.