کندز ولایت کې پر بېرته راستنېدونکو کډوالو د نمرو د وېش بهیر پیل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۲۳:۴۲
kundoz

۱۴۴۶/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، چې د دایمي مېشتېدنې کمېټې مشري په غاړه لري، کندز ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو راغلو بې وزله کورنیو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، دا تصور ورسره دی چې څنګه کېدای شي د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي او په خبره یې د ټولنې د هر قشر لپاره او د هغوی د ژوند ښه کېدو په موخه په پلانونو کې برخې ځانګړې کوو.

نوموړي وویل، دوی وارخطا نه دي او له درنو مهاجرینو هم غواړي چې په الله توکل وکړي او خبلې خاورې ته راستانه شي.

سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې تر پخوا یې چارې ګړندۍ کړي دي او په تېر یو کال کې یې شاوخوا (25) پلانونه جوړ کړي دي، چې دا چاره ډېره سخته ده، خو دوی په کمو امکاناتو ستر کار کړی دی.

ښاغلي نعماني وویل، لله الحمد نن د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي پرانسته کوو، چې په درې زره (3000) جریبه ځمکه کې جوړېږي.

دی وایي، دغه ښارګوټي کې د ښار جوړولو ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي او ریزرف ساحه یې هم ورته په پام کې نیولې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، تر اوسه (۱۵۳۰۰) خلک ثبت شوي دي، چې (۳۷۴۱) نمرې په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، موږ به د مهاجرو له ظرفیتونو ګټه پورته کړو او دوی دې هم دا فکر وکړي چې خپله خاوره یې ورته اړتیا لري.

نوموړي په هغه ځوانانو هم غږ وکړ چې د اقتصادي ګټو په موخه بهرنیو هېوادونو ته سخت سفرونه کوي، چې په خپل کور پاتې شي او په شته امکاناتتو دې شکر وباسي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، ځوانان دې د شیطاني وسوسو ښکار نه کېږي او په خپل هې،اد کې دې د کار کولو همت وکړي او انرژي دې دلته مصرف کړي.

د غونډې په پای کې د کندز چهاردرې ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره جوړ شوی پلان د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني له لوري رسماً په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت