کاپيسا ولايت کې د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۱۰:۵۵
کاپيسا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د حافظ عبدالمجيد ښوونځي چې ۲۴ خونې لري، د جوړولو چارې پيل کړې.

دا ودانۍ په څلور پوړيز ډول چې يو احاطوي ديوال، یوه د اوبو څاه او سولري سيسټم لري، د ملي او انکشافي برنامو له لارې په ۴۹ ميليونه ۶۳ زره افغانيو رغول کيږي.

د دې ښوونځي په رغولو سره به د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ښوونيز بهير لا وغوړيږي او نورې کورنۍ به هم وهڅيږي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۵/۱۵

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند موظفو انجینرانو د ولایت مقام د لارښوونې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د یاد ریاست د اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د جامع جومات د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

۱۴۴۸/۵/۱۵

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د خروار ولسوالۍ په ګران کلي کې د یوه باب جامع جومات د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد جامع جومات د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت