کابل کې له ۱۴۰۰۰ جريبو څخه زیاته څړځايونو ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د ثبت او نښې اېښودنې لړۍ په دوام دا ځل په کابل کې ۱۴۳۲۷ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت کړې ده.
ياد څړځايونه د کابل په دهسبز او سروبي ولسواليو کې موقعيت لري چې په پلچرخي سيمه کې ۱۶،۲۴ جريبه، په نغلو سيمه کې ۱۶،۷۸ جريبه، د ماڼو انګورتاک په سيمه کې ۹۰۴۷،۸۱ جريبه او په کج شېرخان دولتزی سيمه کې ۵۲۴۶،۲۵ جريبه د څړځايونو ځمکه سروې او ثبت شوې ده.