کابل کې د غالیو اوبدونکیو صنعتي ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۹:۲۶
کابل

د ښار جوړولو او ځمکو وزرات سرپرست محترم محمود کرزي له کابل والي محترم محمد یعقوب حیدري سره د لېدنې په څنډه کې چې د دې وزارت نورو معینانو په کې هم ګډون کړی و، د کابل شکردرې ولسوالۍ لپاره د غالیو اوبدونکیو صنعتي ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

د ښارجوړولو چارو معین محترم روښان ولسمل د یاد ښارګوټې د ماسټر پلان په اړه د مالوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل، دا ښارګوټی پر نږدې ۳ زره جریبه ځمکې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، په یاد ښارګوټي کې ۴۸۴۱ هستوګنیزې نمرې، ۳۰۷ صنعتي سیمې، ۵۰ هستوګنیز بلاکونه او ۷۷ سوداګریز بلاکونه شامل دي.

د غالیو اوبدونکیو ښار ګوټی د هستوګنیزو نمرو او صنعتي او سوداګریزو سیمو تر څنګ د کلینیک، ښوونځي، وړکتون، زرغونې سیمې، کتابتون او نورې بېلابېلې عامه برخې هم لري.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړلو چارو معینیت له لارې د جلالتمآب ولسمشر په لارښوونه د غالیو صنعت ودې په موخه په ننګرهار، بلخ، کندز او کابل کې د غالیو اوبدونکیو لپاره څلور ښار ګوټي جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت