کابل ښار کې د ترافیکې ګڼې ګوڼې کمولو او د تم ځایونو رامنځته کولو په اړه ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۹
mudh

۴۴۶/۰۹/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ محترم ریاست، د ترافیکو محترم عمومي ریاست، صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت، مالیې محترم وزارت، ترانسپورت محترم وزارت او د احکامو او فرامینو د تعقیب او څار محترم عمومي ریاست په غړیتوب ناسته وشوه.

دغه ناسته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر اساس وشوه چې، څنګه کېدای شي په کابل ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي، د موټرو لپاره منظم تم ځایونه جوړ شي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ جوړه شوې کمېټه به په شته ودانيو کې د موټر تم ځایونو جوړولو په موخه حقوقي، تخنیکي او اقتصادي ارزونه کوي او بشپړ راپور به د ریاسة الوزرا له محترم عالي مقام سره شریک کوي.

په ناسته کې د کمېټې مشرتابه د کمېټې راغلو غړو ته د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام حکم بیان کړ، له کابل ښاروالۍ یې د موضوع د انګیزې د وضاحت غوښتنه وشوه.

له بېلا بېلو دلایلو او نظرونو وروسته د کابل محترمې ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې، د کابل ښار په ټولو (۲۲) ناحیو کې د شته ودانیو چې، قانوني د موټرو تم ځایونه (پارکینګ) نه لري او یا هغه چې د مجوز له مخې یې تم ځای جوړ، خو نوره ګټه ترې پورته کوي، معلوم او ارقام دې یې راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، په راتلونکې ناسته کې د ارقامو تر معلومېدا وروسته به هر اړخیز کاري راپور چمتو او د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام سره شریک کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې، په کابل ښار او نورو کې منظمې د تګ راتګ لارې جوړې، لاربندي ختمه او هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د تمیم انصار صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت په بتخاک سیمه کې د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک د بنسټیزو تاسیساتو پلان لاسلیک او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت