ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ټاپي پروژې تطبیق کوونکي شرکت له اجراییه رئیس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۴:۵۸
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ټاپي پروژې تطبیق کوونکي شرکت (TPCL) له اجراییه رئیس ښاغلی محمد مایرت امانوف، په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلی خواجه ایوزوف او ورسره راغلی پلاوي سره وکتل او د ټاپی پروژې د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې کتنه کې، لومړۍ د (TPCL) شرکت اجراییه رئیس د وروستیو پرمختګونو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د ټاپي پروژې چارې په ترکمنستان کې د افغانستان تر سرحده پای ته رسېدلي او زیاته یې کړه چې د پروژې اړوند استملاک او ساختماني چارې دې باید ژر تر ژره په هرات ولایت کې پیل او په تدریجي توګه نورو ولایتونو ته وغځیږي. نوموړي همدارنګه د همکارۍ هوکړه لیک پر لاسلیک او د پروژې چارو د ښه مدیریت لپاره د رهبرۍ کمیټې پر جوړېدو ټنیګار وکړ.

ورپسې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی افغانستان دولت ته د دې پروژې اقتصادي اهمیت په اړه خبرې وکړې او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د دوو اونیو په لړ کې د هوکړه لیک د لاسلیکولو زمینه برابره کړي. همدارنګه مسوولینو ته لارښوونه وشوه ترڅو د کانونو او پټرولیم وزارت سره په ګډه د رهبرۍ کمیټې د غړو لست چمتو او ژر تر ژره دې (TPCL) شرکت چارواکو ته واستوي. همدارنګه ټینګار وشو ترڅو د چارو د ښه تنظیم لپاره د دواړو لورو څخه یو کس د رابط په توګه تعیین او مشخص شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ترکمنستان هېواد یې په اقتصادي برخه کې د افغانستان دولت یو ښه همکار وباله، زیاته یې کړه چې د ټاپي پروژې تطبیق د دواړو هېوادونو ګډ کار دې او د دې پروژې د چارو د ښه تنظیم او چټکتیا لپاره مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

##

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۴۴
Background image

لغمان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د پلان مطابق خط اچونه پېل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د حکم او لارښوونې له مخې په لغمان ولایت کې هم پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیمونو له لوري، د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مرکز کې د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.

یاده سروې د نږدې( ۱۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت