ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ارزګان له والي سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۶:۴
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ارزګان له والي محرم محمد شفیق اسد الله سعید سره وکتل او په یاد ولایت کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، د ارزګان والي د یاد ولایت د اقتصادي، ټولنیز، امنیتي او تعليمي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د ټولګټو پروژو د تطبیق په برخه کې یاد ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ارزګان والي په دې لیدنه کې په مشخصه توګه د ښار جوړولو ریاست پر تجهیز، د خیرو کاریز د ښارګوټي تفصیلي پلان پر تطبیق، د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د ځمکې لېږد، د نوي ارزګان ښار پر جوړونې، د ولایت اداري کمپلکس د جوړېدو لپاره د ځمکې انتقال، د ولسوالیو د انکشافي پلانونو پر ترتیب او د کجکي بند د استملاک د ستونزې پر حل خبرې وکړې او د یادو موضوعاتو د ښه تطبیق لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی ارزګان یې یو له مهمو ولایتونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې یاد وزارت د پراختیايي او ټولګټو پروژو تطبیق ته ژمن دی چې پایله یې اقتصادي وده او د خلکو هوساینه وي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر اړونده مسوولینو ته لارښونه وکړه چې ډېر ژر د انجنیرانو او سرویرانو یو پنځه کسیز ټیم سره له تخنیکي وسایلو یاد ولایت ته توظیف کړي.

همدارنګه، د ښاري چارو معینیت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د خیرو کاریز د ښارګوټي تفصیلي پلان دې د ترینکوټ له ښاروال سره په ګډه ارزیابی کړي او د سیمې د خلکو له موافقې وروسته دې منظور شي.

په همدې ترتیب، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ارزګان له والي څخه وغوښتل چې د ټولګټو پروژو د تطبیق او اداري کمپلکس د جوړېدو لپاره د ځمکو د انتقال په اړه مشخص وړاندیزونه ترتیب او یاد وزارت ته یې د رسمي پړاوونه د ترسره کولو لپاره واستوي.

د ارزګان د نوي ښار او د ولسواليو د انکشافي پلانونو د ترتیب په موخه، د ښاري چارو معینیت ته دنده وسپارل شوه ترڅو ژر تر ژره د تخنیکي سروې ټیمونه دې ارزګان ولایت ته واستوي ترڅو د تخنیکي سروې په پایله کې د ارزګان نوي ښار او ولسوالیو پراختیایي پلانونه ترتیب شي.

د دې لیدنې په پای کې د ارزګان ولایت منطقوي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر او د ارزګان والي له خوا لاسلیک شو.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۸
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې جوماتونو د جوړېدو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي انجینرانو ټیم د مرکز ښرنې په کچه د درې جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، د څارنې پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۳۵
Background image

بلخ کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کار کوونکو د ظرفیت لوړولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست په نوښت د شمال زون (بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان) ولایتونو د کور او ښار جوړولو ریاستونو د کار کوونکو لپاره د ظرفیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنیز فعالیتونه ترسره شول

۱۴۴۷/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په جوزجان ولایت کې، له تفصیلي پلان سره سم د(i). . .

BACK TO NEWS