ښاري تخلفات او غیر پلاني ابادي، ستونزې پیدا کوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې مخنیوی کوي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۱
تخلفات

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونود مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو مخکنیو څارنو د دوام په لړ کې، دا ځل د کابل ښار د څلورمې ناحیې له بېلابېلو سیمو څخه څارنه وکړه.

د دغې څارنې پر مهال، د درېیم پروان سیمې اړوند فرعي سړکونه او د شهرآرا بلاکونه وارزول شول.

همدارنګه، هغه (۱۷۰) هټۍ چې په شنه ساحه کې په ناقانونه ډول جوړې شوې وې او مخکې مُهر او لاک شوې وې، له نږدې وکتل شوې.

د څارنې په ترڅ کې، هغه رغنیزې پروژې هم وڅېړل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شویو ښاري پلانونو او یا د ګاونډیانو د حقونو د نقض احتمال په کې موجود و، چې د غیرقانوني کړکیو جوړول یې د پېلګې په توګه ویلی شو.

سربېره پر دې، د هغو ودانیو له مالکانو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول چې یاد اسناد د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، ترڅو د دقیقې ارزونې او له منظور شویو پلانونو سره د تطبیق وروسته، د هر ډول سرغړونې د تثبیت په صورت کې قانوني اجراآت ترسره شي.

د دې څارنو موخه، د ښاروالۍ له منظور شویو پلانونو سره سم د ودانیو جوړول، د غیرمعیاري او بې‌برنامې ودانیو مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت، د ګاونډیانو د حقونو او شخصي حریم ساتنه، د ودانیز کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت