ښارجوړلو او ځمکو وزیر د شبرغان ولایت دریمې ناحیې او د میمنې ښار د لومړیو او څلورمو نواحیو پرمختیایی پلان منظور کړ

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۷:۵۱
میمنه

ښاغلي محمود کرزي د ښارجړولو او ځمکو وزارت وزیر، د جوزجان او فاریاب  ولایت استازو سره په ملي شورا کې د ښاغلي عزیز احمد ګلستاني د مسکن د چارو مرستیال په شتون سره لیدنه تر سره کړه چې په دې لیدنه کې، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په درېمه ناحیه شینکوت او جغسای، کوهی خانه ، نذیر اباد او د فاریاب ولایت میمنې ښار مرکز لومړی او څلورمه ناحیه خواجه پایتخت سیمې پرمختیایی پلانونه  منظور کړل.

په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزیر د غیري پلاني سېمو سروې او ثبت په هکله وویل، د دې سېمو د اوسېدونکو د ملکیت خوندیتوب په موخه د غیري پلاني او غیري رسمي سېمو ثبت پیل کړی دی او پرمختیایی او بیا رغونې پالسۍ پلي کېدو سره اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابروي .

روسته له دې د ښارجوړولواو ځمکو وزیر د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په درېمه ناحیه شینکوت او جغسای، کوهی خانه ، نذیر اباد او د فاریاب ولایت میمنې ښار مرکز لومړی او څلورمه ناحیه خواجه پایتخت سېمو د بهسازۍ د پلانونو ترتیت او منظور او هیله مندي وښودله چې دا پلان د دې سېمې اوسېدونکو لپاره  یو حیاتی ګام، او د دې پلان عملي کېدو سره به د دې سېمواوسېدونکو اقتصادي او ټولنیز ژوند کې ښه والی راشي.

له دې وروسته ، د جوزجان او فاریاب ولایت استازو د یاد شویو سېمو د پلانونو له منظوري د دې سېمو اوسېدونکو لپاره  یو اړین او مهم ګام وباله، او د دې وزارت له همکارۍ او پاملرنې څخه یې مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې پرمختیایي پلانونو ترتیب څخه موخه د غیري رسمي سېمو  پراختیا څخه مخنیوي، د ښاري کلتور لوړولو، د ټولنیز وضعیت  ښه کېدل، کارموندنې ته زمینه برابرول، د خوندي زیربناوو جوړول او کیفیت لوړول او ښاري چوپړتیاوو وړاندې کول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت