ډېر ژر به په کابل کې د قطر هستوګنیزې پروژې چارې بېرته پیل شي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۰:۵۹
سیبلذل

۱۴۴۳/۱۰/۱۴

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په کابل کې د قطر هېواد د هستوګنیزې نیمه کاره پاتې پروژې له چارو لیدنه وکړه.

د قطر هېواد هستوګنیزه پروژه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري چې ښاغلي مولوي حمد الله نعماني یې له ستونزو او پرمختګونو څخه لیدنه وکړه.

وزیر مولوي حمد الله نعماني هوډ لري چې د نورو ټولګټو پروژو ترڅنګ دغه پروژه ډېر ژر بېرته په کار پیل وکړي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د قطر د هستوګنیزې پروژې د بلاکونو د جوړولو تړون، افغانستان کې د تېر حکومت په مهال د قطر الغرافه خیریه مؤسسې او یو ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

دغه هستوګنیزه پروژه په کابل کې د مهمو رهایشي پروژو له ډلې ده چې د (۱۱۰) میلیونه بلا عوضه امریکایي ‌ډالرو په لګښت به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده پروژه په (۳۲) جریبه ځمکه کې جوړېږي چې (۱۲) منزله(۸)بلاکونه او (۷۸۶) د اوسېدو ځایونه لري، اووه منزله (۳) سوداګریز بلاکونه، یو جامع مسجد، دوه ښوونځي، یو د یتیم روزنې ځای (دارالایتام) او دو پنځه منزله تجارتي مرکزونه به ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۱۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د بندر د جومات د اعمار له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۰
Background image

د غزني ښار د خواجه علي صاحب د سړک د پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۰۵/۲۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ښار په مرکز کې د خواجه علی صاحب د سړک د پروژې له چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ښار د نیله باغ استوګنیزې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۰۵/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نیله باغ استوګنیزه پروژه د یاد وزارت له مهمو او سترو و پروژو څخه ده، چې د چین هېواد د بې‌عوَضه مرستو په مټ رغول کېږي.

د یادې پروژې مسؤلین. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت