څه باندې زر (۱۰۰۰) نورې استوګنیزې نومرې هم راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته ووېشل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۳:۵۳
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې په بېلا بېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزو نومرې ووېشلې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني تل په خپلو خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د خپلو ولسونو او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د مهاجرو ورونو درناوی کوي، او د هغوی د ستونزو د حل په لټه کې دی.

دغه نمرې تېره ورځ دوشنبه هغه سلګونو کورنیو ته د دایمي استوګنې په موخه ووېشل شوې، چې په اجباري توګه له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې دي.

د دغې پروسې په ترڅ کې،  په ننګرهار ولایت کې ۳۴۱، لغمان ولایت کې ۳۷۵، زابل ولایت کې ۱۷۶، پکتیا ولایت کې ۵۶، لوګر ولایت کې ۱۵۵، کندز ولایت کې ۱۵۰ او غزني ولایت کې ۱۵۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وسپارل شوې.

په ټوله کې، تېره ورځ دوشنبه (۱۴۰۳) استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، چې ورسره د هېواد په کچه د وېشل شوو نومرو مجموعي شمېر ۲۲ زره او ۸۵۱ ته پورته شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت، محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار کوي، چې د راستنېدونکو مهاجرو د ستونزو د حل، د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او د دایمي مېشتېدنې د پروګرامونو د پراختیا لپاره هڅې به په دوامداره توګه روانې وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت