ځمکوالۍ چارو معينيت

ځمکوالۍ چارو معينيت د ۳ عمومي ریاستونو، ۱۲ رياستونو، ۲ امريتونو او ۱ سکرتريت په چوکاټ کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي. د دې معينيت عمومي رياستونو دندې او مسووليتونه په لاندې ډول دي:

د جيوديزۍ، کدستر او قبالې عمومي رياست: د جيوديزۍ، کدستر او قبالې عمومي رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تشکيلاتي جوړښت کې نوی رياست دی چې د دې رياست تر چتر لاندې د جيوديزۍ او ملي علامه ګذارۍ رياست، د فوتوګرامترۍ رياست، د کدستر سروی رياست، د قبالې د اجرا او ثبت رياست، د ميتا ديتا او مشتريانو ته د خدماتو وړاندې کولو رياست، د ځمکوالۍ معلوماتو د انسجام او ثبت رياست او د غير رسمي ښاري استوګنيزو سيمو د ثبت رياست فعاليت کوي.

د جيوديزۍ شبکو رامنځته کول، د دولت رسمي تقويم طرحه او استخراج، د ځمکو د کنټرولي نقطو په اړه د معلوماتو برابرول، د ټول‌ګټو پروژو د تطبيق لپاره د توپوګرافۍ لويو نقشو برابرول، د قبالو ثبت او اجرا، د کدستري سروې ترسره کول، په غير رسمي ښاري سيمو کې د ملکيت سندونو وېشل، د ځمکوالۍ په اړه د ټوليزو معلوماتو ثبتول او له ايران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چين سره د مدرنيزاسيون پروسې د اسنادو او علايمو بشپړول د دې رياست عمده مسووليتونه دي.

د استملاک او بيامېشتېدو عمومي رياست: د ملي او ټولګټو پروژو د تطبيق پر وړاندې خنډونو ته رسيدنه، د ځمکو او د پروژو په مسير کې د پرتو ملکيتونو د حق تثبيتول، د استملاک په موخه د بيې ټاکنه، بيا مېشتېدنه، د دولتي او شخصي ځمکو تصفيه، متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو لېږدول، د ټولګټو پروژو په تطبيق، د ستونزو د حلولو، تعقيب او لارښوونې برخه کې له نورو ادارو سره د ښار جوړلو او ځمکو وزارت د همغږۍ پياوړتيا د دې رياست عمومي اهداف ګڼل کيږي.

د استملاک او بيامېشتېدو عمومي رياست تر چتر لاندې د ځمکو د وېش، تنظيم، استملاک او پر ځمکو د بيې اېښودو رياست، د بيامېشتېدنې رياست، د ټولګټو پروژو د ځمکو تصفيې رياست او د ټولګټو پروژو د انسجام رياست کار کوي.

علمي او تخنيکي عمومي رياست: علمي او تخنيکي عمومي رياست د د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوالۍ چارو د معينيت په چوکاټ کې خپلې چارې پرمخ وړي، چې په لوړ کيفيت د اقتصادي، سياسي، جيولوژيکي، توريستي، زراعتي، ديموګرافۍ، تيماتيکي او توپوګرافۍ نقشو چاپ، ترتيب او برابرول، د ښار جوړولو او ځمکو تخنيکي کدرونو روزنه او ظرفيت جوړونه، د ځمکو د ارزښت ټاکلو متخصصينو او سروی کوونکو ته د فعاليت جواز ورکول، د هېواد له اراضۍ څخه فضايي انځور اخېستنه او د ولايتونو، ولسواليو، قريو او ناحيو تر منځ د پولو ټاکل يې له مهمو اهدافو څخه دي.

د دې رياست تر چتر لاندې د کارتوګرافۍ رياست، د ښار جوړولو او ځمکو تخنيکي انسټيټيوټ امريت، د ځمکو د ارزښت ټاکلو متخصصينو او سروی کوونکو د تصديق کوونکو بورډ سکرتريت او د ټکنالوژۍ پېژندنې امريت کار کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new