پکتیکا ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۸/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي، ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په پکتیکا ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی حافظ لطیف وایي، یاد ټیم یې په پکتیکا کې درې زره او پنځه سوه ( 3500) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، دغه چاره په دې موخه وشوه چې، هلته د مهاجرینو لپاره منظم ښارګوټی جوړېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت چې د مهاجرینو د ستونزو حل محترم کمېسیون کې د (اسکان دایمي) کمېټې مشري په غاړه لري، هڅې کوي چې، په ټولو ولایتونو کې د نفوسو کچې ته په کتو منظم ښارګوټي جوړ کړي.