پکتیا کې ۴۴۸۱۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
![پکتیا](/sites/default/files/2020-08/paktia.png)
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۴۴۸۱۰ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###