په ۵ ولایتونو کې د کاسا زر پروژې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۹:۳۵
کاسا زر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې وتوانېده چې په کابل، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د کاسا زر برښنا انتقالي پروژې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې ۸۵ سلنه چارې بشپړې کړي او تمه ده ډېر ژر د دغې پروژې د ستنو نصب عملي چارې پیل شي.

په یادو پنځو ولایتونو کې ټول‌ټال د برښنا ۹۵۳ ستنې تېریږي چې د ۷۴۹ هغو د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې بشپړېدو سره اوس د ستنو د نصب لپاره بشپړه زمینه برابره شوې ده.

د برښنا له دغو شمېر ستنو څخه ۵۷۴ دولتي او ۱۷۵ هغه شخصي تثبیت شوي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې په یادو پنځو ولایتونو کې د پاتې ۲۰۴ نورو ستنو د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارې بشپړې شي.

د کاسا زر پروژې له لارې د قرغزستان او تاجکستان هېوادونو ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي او ترڅنګ به یې په کور دننه هم برښنا ته د اړتیا یوه برخه پوره شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارو په ترسره کولو سره، د دغې سترې پروژې د تطبیق لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې اساسي ونډه لوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت