په کونړ کې د نجونو مدرسې او لیلیې د جوړولو چارې روانې دي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ په دبیره کلي کې د نجونو لپاره د یوې مدرسې او لیلیې ودانۍ جوړوي.
دا دوه پوړیزه ودانۍ پر ۵۶۶ متر مربع ځمکې د ۱۹ مېلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړېږي.