په کندهار کې څه باندې ۳۲۵ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۸:۳۶
کندهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک  برنامې د پلي کېدو پر مهال د کندهار ولایت اړوندو سېمو په ۲۵۷ قطعو کې ۳۲۵۴۶۳ جریبه دولتي ځمکه  او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۲۲۷۶۳ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۲۷۰۰جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو  ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۱:۱۷
Background image

په کابل ښار کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه جدي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲
Background image

په کابل کې د اتاترک وړکتون د خاورې تخنیکي ازموینه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې د ده خدایداد ساحې جامع ښاري مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۰۷/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د منظورۍ له مخې، په کابل ښار کې د سپینو ساحو د پراختیا په موخه روانو ښاري مطالعاتو په لړ کې د ۱۶مې ناحیې اړوند د ده خدایداد ساحې جامع،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت