په کندهار کې د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ د ساختماني چارو له بهیره څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۹:۹
کندهار

۱۴۴۷/۳/۲

د کندهار ولایت د کور او ښرا جوړړلو ریلست محترم رئیس مولوي عبددالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخیکي د استیناف څارنوالۍ د ودانۍ د اعمار له چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د دوهم، لومړي او د زیرخانې د اطاقونو د فرش مرمر کاري بشپړ شوې دي او همدارنګه د تشنابونو د کاشي کارۍ چارې  پای ته رسېدلی او د ودانۍ د بهرني رنګمالۍ چارې روانې وې.

د نوموړي په خبره، په راپور کې د نواقصو په توګه یادونه شوې چې په ساحه کې کاري ټیمونه کم وو او د همدې ستونزې د حل لپاره د قراردادي شرکت ساحوي انجنیر ته جدي سپارښتنه وشوه چې د ټولو ساختماني فعالیتونو لپاره زیات کاري ټیمونه په ساحه کې وګماري.

د یادونې ده، چې د کندهار استیناف څارنوالۍ ودانۍ د عدلي او قضایي خدمتونو د ښه والي لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د اساسي پروژو له ډلې ده چې د دې ودانۍ بشپړېدل به د عدلي چارو د ترسره کولو لپاره معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي او د ولایت د خلکو لپاره به د عدالت په بهیر کې لا زیات سهولتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت