په کاپیسا کې څه باندې ۶۴۰۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د کاپیسا ولایت اړوند سیمو په ۴۶۵ قطعو کې ۶۴ زره او ۳۹۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۵۹۸۴۱ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۴۵۵۵ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.