په کابل کې له ۵۰ جريبو زياته دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غصب شوې دولتي ځمکې د خلاصون په دوام دا ځل د کابل د دهسبز ولسوالۍ په بېلابېلو قريو کې ۵۶ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه.
د بکر او باير ډوله دې دولتي ځمکې په استرداد سره د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې له غاصبينو څخه د خلاصې شوې ځمکې شمېر په ټوليز ډول ۴۳۲۰ جريبو ته ورسېد.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د کابل ولايت په ۲۲ ولسوالۍ کې تر اوسه ۱۰۴۳۷۳ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.