په کابل کې د چین هېواد په مالي مرسته د نيله باغ پروژې د لومړي فاز رغنیزې چارې پیلېږي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۸:۱۷
کابل

د افغانستان په پلازمېنې کابل ښار کې د چین هېواد په مالي مرسته د نيله باغ پروژې د لومړي فاز رغنیزې چارې پیلېږي. دا ښارګوټی د دواړو هېوادونو له ګډو او مهمو پروژو څخه دی.

د دې ښارګوټي لومړی فاز پر ۲۱ هکټاره ځمکه د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د چین هېواد د ۷۱ میلیون ډالرو په مالي مرسته جوړیږي.

د دې ښارګوټي د لومړي فاز تړون د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د MCC19 تطبیق کوونکي شرکت ترمنځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شو چې له مخې به یې د دې ښارګوټي د لومړي فاز زیربنایي او ساختماني چارې په راتلونکو ۴۰ میاشتو کې بشپړې او ګټه اخېستنې ته وسپارل شي.

د دې ښارګوټي په لومړي فاز کې ۵۶ استوګنیز بلاکونه چې ۱۴۰۰ مسکوني واحدونه کېږي، په پام کې نیول شوي، چې د ۱۴۰۰ مسکوني واحدونو له ډلې، ۲۸۰ یې څلور اتاقه، ۵۶۰ یې درې اتاقه او پاتې ۵۶۰ یې دوه اتاقه دي.

د عصري سړکونو او پلي لارو او د سرسبزۍ لپاره د قطره یې اوبو سېسټم جوړول، د موټرو پراخ تم‌ځای، د فاضله موادو د مدیریت پرمتخللی سېسټم او تصفیه خونې، د اوبو او برېښنا منظمې شبکې، د انټرنېټ او ارتباطي سېسټمونو نصبول، د اوبو زیرمو جوړول، د هر مسکوني واحد لپاره جلا د تودوخي سېسټم، زرغونه سیمه، ټولنیز او تفریحي پارکونه او سوداګریزې او خدماتي سیمې د دې ښارګوټي د لومړي فاز په تفصیلي پلان کې شامل دي.

د دې پروژې د لومړي فاز په بشپړېدو سره به مسکوني واحدونه د ملکي خدماتو مامورینو ته ووېشل شي او د دې پروژې تطبیق به تر ډېره بریده د کابل ښاریانو د کور نه شتون ستونزه حل، د خلکو پر ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته او داسې ورته پروژو لپاره د خصوصي سکټور او تمویلوونکي بنسټونه پانګونې ته زمینه برابره شي.

د افغانستان او چین هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د ۲۰۱۵ کال د نومبر د میاشتې په ۳مه نیټه د چین هیواد له خوا افغانستان کې د لس زره کورونو د جوړولو په تړاو لاسلیک شو چې نن له نیکه مرغه د دې پروژې د لومړي فاز د جوړولو قرار داد چې ۱۴۰۰ مسکوني واحدونه کیږي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د MCC19 تطبیق کوونکي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د دې ښارګوټي د لومړي فاز د ځمکې د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت چارې او همدارنګه د یاد ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا بشپړ شوی او د دې پروژې تدارکاتي چارې د تدارکاتو ملي ادارې ته وسپارل شوې چې له نیکه مرغه د دې پروژې لومړی فاز د روان کال د غويي په ۲۷ مه د ملي تدارکاتو د کمیسیون له لوري منظور شو.
###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۵/۱۵

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند موظفو انجینرانو د ولایت مقام د لارښوونې او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د یاد ریاست د اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د جامع جومات د جوړولو چارې ۵۰ سلنه پرمختګ لري

۱۴۴۸/۵/۱۵

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د خروار ولسوالۍ په ګران کلي کې د یوه باب جامع جومات د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد جامع جومات د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت