په کابل کې د پنځم مکروریان پروژې د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۱۱
مکروریان ټنځم

۱۴۴۷/۳/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د پنځم مکروریان پروژې د شته حقوقي، اداري او تخنیکي ستونزو د حل په موخه، د ایوګار قالب ساختماني شرکت له مشر ښاغلي تورګوت ایدوغان سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو خواوو د پروژې په بېلا بېلو اړخونو خبرې وکړې، د خلکو شکایتونه، د ملکیت ستونزې، د اسنادو ناسم ترتیب، او د اپارتمانونو د سپارلو خنډ او ځنډ ارزونه یې وکړه.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، هوډ لري چې په دغه پروژه کې د خلکو ستونزې جدي تعقیب کړي او د حل لپاره یې یوې مناسبې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي په دغه برخه کې د اړوند شرکت له مسؤل غوښتنه وکړه، چې د ستونزو حل لپاره غاړه کېږدي، همغږي ولري او دا هڅه به کېږي چې، چارې قانوني، عادلانه او شفاف ډول حل شي.

د ایوګار قالب ساختماني شرکت مشر هم ژمنه وکړه، چې د پاتې کارونو بشپړولو، د شکایتونو اورېدو، او د خلکو رضایت ته لومړیتوب ورکوي.

دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره به ګډ شپږ کسیز هیئت جوړوي او چارې به پر مخ وړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې په پروژې کې شته حقوقي او تخنیکي ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۱
Background image

په هلمند کې د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو تخنیکي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د امام محمد رحمه‌الله دیني جامعې اړوند د کانکریټي سړک او موټر تم‌ځای د جوړولو په موخه د یادې ساحې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار ودانۍ د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست، د کابل–بګرام سړک او د لابراتوار د نوې ودانۍ د روانو ساختماني چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۵۹
Background image

په سرپل ښار کې د بې ‌پېلوټه الوتکې په وسیله د توپوګرافۍ او جغرافیایي معلوماتو راټولولو بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم، د سرپل ولایت په مرکز کې د بې ‌پېلوټه الوتکې او فوتوګرامټرۍ د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ښار د توپوګرافۍ او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت