په کابل ښار کې ۱۵۲۸۲ د ملکیت سندونه توزیع شول
د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام کې، په دې وروستیو کې د کابل ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته ۱۵۲۸۲ د ملکیت سندونه توزیع شول.
د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ زره غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.
###