په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۴۵
کابل

۱۴۴۷/۰۷/۰۹

د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او د عامه پوهاوي ټیمونو د کور او ښار جوړولو د محترم وزارت د مقام په لارښوونه او د دوامداره څارنو په لړ کې، د کابل ښار له روانو ودانیزو پروژو څخه څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د کابل ښار د لسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو لکه شهر نو، قلعه فتح‌الله او وزیر اکبر خان کې ترسره شوه، د یادونې وړ ده چې د دغه ریاست د کاري پلان مطابق د څارنو لړۍ دوام لري او د ښار نورې ناحیې به هم په نږدې ورځو کې تر څارنې لاندې ونیول شي.

د څارنې پر مهال، په هغو پروژو کې چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او یا د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمالي نښې ولیدل شوې، د پروژو له ټولو مالکینو وغوښتل شول چې خپل رسمي اسناد، جوازونه او مدارک د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، تر څو د دقیقې ارزونې او د پلانونو سره د تطبیق وروسته، د هر ډول تثبیت شوې سرغړونې په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د بې‌ حده تراکم مخنیوی، د ښاري بې ‌نظمۍ مخنیوی، د ګاونډیانو د حریم او حقونو ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت