په چهاراسیاب کې د اقتصادي ـ تفریحي پارک جوړولو لپاره تخنیکي ارزونه تر سره شوه
۱۴۷۷/۰۷/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس وایي، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت چهاراسیاب ولسوالۍ ته سفر وکړ، څو د اقتصادي ـ تفریحي پارک د جوړولو لپاره مناسبه ځمکه وټاکي.
نوموړي زیاته کړه، دا پروژه د ریاست د پنځه کلن پلان برخه ده او په دې موخه د ولسوالۍ له محترم ولسوال او د اراضي مدیریت له مسئولینو سره همغږي ترسره شوې او د ځینو وړاندیز شویو ساحو عملي ارزونه هم شوې ده، چې په راتلونکي کې به د پارک لپاره مناسب ځای وروستی شي.
اقتصادي ـ تفریحي پارکونه د پانګونې، کاري فرصتونو او ښاري پراختیا لپاره مهم ارزښت لري، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي دا ډول پروژې په معیاري ډول عملي کړي.
