په پکتیکا کې څه باندې ۲۸۷ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت او سروې شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۳۸
پکتیکا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې دولتي ځمکو د بانک  برنامې پلي کېدو پر مهال د پکتیکا ولایت اړوندو سېمو په ۱۲۲ قطعو کې ۲۸۷۴۴۴جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه،  ۳۲۲۷۶۳ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۲۷۰۰ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدو په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو یې د دایمي مېشتېدنې په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ په پار بل مهم ګام هم پورته شو

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره تر لیده کاته وروسته،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۸
Background image

په زابل ولایت کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري د زابل ولایت په اړوندو سیمو کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.

د یادې کمېټې د پرېکړې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت