په پکتیکا کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۵:۲۶
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف‌العمر وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د انګور اډې په ساحه کې د نوي جوړېدونکي مسجد شریف د پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل،  د مسجد شریف په پروژه کې د پايوسیخ ‌بندي او کانکریټ اچونه ترسره شوې ده، همدارنګه د سلب او پورتني رېنګ بیم سیخ ‌بندي د نقشې او د احجامو لېست مطابق بشپړ شوی دی، همداراز په ساحه کې د مسجد شریف د دیوالونو خشت‌کاري او د سلب کانکریټ اچونه روانه وه.

پکتیکا ولایت کې د دیني تاسیساتو د ودانولو پروژې د خلکو د اړتیاوو له مخې په چټکۍ پر مخ روانې دي، د کور او ښار جوړولو ریاست د دغو پروژو د کیفیت د خونديتوب لپاره پر منظم تخنیکي څارنې ټینګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت