په پکتیاکوټ کې د برېښنا شبکو د پلانونو د څارنې پر مهال څلور سرغړونې ثبت شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۳۱
پکتیاکوټ

۱۴۴۷/۰۳/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د خپلو پخوانیو فعالیتونو په دوام د پکتیاکوټ د دولسم جنکشن اړوند د برېښنا شبکو د پلانونو څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، هیئت د پکتیاکوټ اړوند د برېښنا شپږ برجونه (لومړی، دوهم، درېیم، څلورم، تقویتي برج او د شهدا برج) وڅېړل، چې په ترڅ کې یې څلور مهمې سرغړونې ثبت شوې:

د نوموړي په خبره، د څارنې ټیم څرګنده کړه چې یاده ساحه په غیرپلاني ډول پراخه شوې او ټولې شبکې (۱۵ زره ولټه او ۴۰۰ ولټه) د هوایي لینونو په بڼه نصب شوې دي، چې دا حالت د شبکې او مصرف کوونکو تر منځ د معیارې واټن د له منځه تلو لامل شوی چې له امنیتي او تخنیکي پلوه جدي ستونزه ګڼل کېږي او د انساني تلفاتو او مالي زیانونو خطر رامنځته کولای شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست دنده لري چې په ښارونو کې د زیربنایي شبکو او پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق څارنه وکړي، او د برېښنا شبکو په څېر برخو کې د سرغړونو مخنیوی د ښاري خدمتونو د خوندیتوب او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ډېر اهمیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت