په پنجشېر کې له ۳ زره جريبو ډېر څړځايونه ثبت شول

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې، نښه کولو او ثبت لړۍ په دوام تر اوسه د پنجشېر ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې په ۳ قطعو کې ۳۰۶۷ جريبه څړځايونه سروې او ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځايونو د سروې او ثبت په لړ کې تر اوسه په ۲۸ ولايتونو کې ۷۹۳۶۶۹ جريبه خاص او عام څړځايونه سروې او د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې يې ثبت کړي دي.