په پنجشیر ولایت کې د مستوفیت ادارې د کمپیوټر لابراتوار او ارشیف ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱
پنجشیر

۱۴۴۷/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مستوفیت ادارې د کمپیوټر لابراتوار او ارشیف ودانۍ، چې طرحه، ډیزاین، تخنیکي څارنه او مراقبت یې د یاد ریاست له خوا ترسره شوي، بشپړه او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه چې شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، په معیاري او معاصر ډول جوړه شوې او په زغره‌ والو دروازو، د اسنادو د ارشیف ځانګړو الماریو، امنیتي کامرو او عصري کمپیوټرونو او لپ ‌ټاپونو سمبال ده.

د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د مستوفیت ادارې د اسنادو د ساتنې، تنظیم او ارشیف چارې لا منظمې شي او د عصري ټکنالوژۍ د کارونې لپاره به مناسب اداري چاپېریال رامنځته شي.

د مستوفیت ادارې د کمپیوټر لابراتوار او ارشیف ودانۍ جوړول د دولتي ادارو د اداري ظرفیت د پیاوړتیا او د مهمو مالي اسنادو د خوندي ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت