په پروان کې د پوهنتون د سیمې انکشاف لپاره نږدې دوه جریبه دولتی ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون د سیمې انکشاف لپاره 1.76 جریبه دولتي ځمکه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې اداره ته انتقال کره.
دا وزارت ژمنه لري متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال له لارې په هېواد کې ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هواره کړي.
###