په هرات کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پای ته ورسېدې

ښارجوړلو او ځمکو وزارت د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د سروستان د انجونو ۱۲ صنفي ښونځي د جوړولو چارې پایته ورسولې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.
دا دوه پوړیزه ښونځی په ۵۴۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۹ میلیونه و ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه په ټول هېواد کې ۱۰۰ بابه ښونځي د افغاني کورجوړولو ادارې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې له لارې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.