په نیمروز ولایت کې د 100 بستریز روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۰:۱۳
.

۱۴۴۶/۰۲/۲۰

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم په ملتیا یې په دې ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د دې روغتون پروژه د نیمروزولایت په کچه ستره ودانیزه پروژه ده چې په بشپرړیدو سره به یې د رغتیا په برخه کې د نیمروز د خلکو شته ستونزې تر ډیره کچه حل شي.

نوموړي وویل، د یادې پروژې تخنیکي چارې د دې ریاست د انجنیرانو لخوا پر مخ وړل کیږي، چې تر دې دمه یې چارې په اساسي شکل روانې دي، ودانیزې چارې به یې زر بشپړې شي او هغه ستونزې چې په تیرو کالونو کې په دې پروژه کې منځته راغلې وې حل شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څانه کوي تر څو چارې د نقشې مطابق په مسلکي شکل مخته ولاړې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱
Background image

د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، در یاست اړوند تخنیکي ټیم د څار له مخې، د سید اباد ولسوالۍ د جامع مسجد د رغنیزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS