په نیمروز ولایت کې د موټرو د یو تمځای له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۱/۴
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم په ملتیا یې د ګمرک د موټرو د تمځای د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.
ښاغلي یاسیني وویل، د نیمروز ولایت د ګمرک د موټرو تمځای چې دمګړۍ یې د سیخ بندۍ، کانکریټ اچونې او نورې چارې روانې دي، د دې پروژې مالي لګښت د ماليې وزارت پر غاړي دی، د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم یې له چارو څارنه کوي.
ښاغلي یاسیني زیاته کړه، د پروژې د چارو د کیفیت د بررسۍ تر څنګه قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، چې د دې پروژې چارې د شرطپاڼې مطابق په انجنیري اصولو برابرې تر سره کړي.
