په نیمروز ولایت کې د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشو
۱۴۴۷/۶/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه، د نیمروز ولایت د ښاري تخلفاتـو مدیریت د ښار د پنځمې ناحیې له اړوند ساحې لیدنه وکړه.
د لیدنې موخه د ښار د منظمېدو، د ساختماني قوانینو د پلي کېدو، او د غیرمعیاري جوړېدو د مخنیوي ډاډ ترلاسه کول وو.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یادې ساحه کې ځینې ودانیز فعالیتونه د نقشې او اړینو اسنادو له ترلاسه کولو پرته روان وو.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤل ټیم، په سیمه کې د دغو غیرقانوني کارونو مخنیوی کړی او د ودانیو مالکینو ته یې لازمې لارښوونې کړې دي، څو د خپلو ودانیو منل شوې نقشه برابره کړي، له ویزې (اجازې) اخیستو وروسته د نقشې مطابق کارونه پر مخ یوسي او له ښاري مقرراتو او ساختماني قانون سره بشپړ توافق یقیني کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار پر دې دی چې د ښار د سالمې ودې، ښاري نظم او د خلکو د خوندیتوب لپاره به د تخلفاتو پر وړاندې جدي مبارزه روانه وي.
