په نیلي ښار کې ۸۹۶ د ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۸:۹
دایکندی

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام کې، په دې وروستیو کې د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته 896 د ملکیت سندونه توزیع کړي.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار پوهنتون اړوند د لیليې سیپټیک څاګانو د دیوالونو د کانکریټ‌ اچونې له روانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۱
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د لومړۍ ناحیې د سوداګریزمارکېټ له ودانیزو چارو څرانه وشوه

1447/10/10

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سوداګریز مارکېټ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت