په نوي کابل ښار کې د کابل–بګرام د نوي جوړیدونکي سړک له چارو څخه څارنه تر سره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۷
کابل- بګرام سړک

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل–بګرام د نوي جوړېدونکي سړک له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د کارونو د کیفیت او د تطبیق د بهیر ارزونه ترسره شوه.

 همداراز د چارو د لا چټکتیا او د معیار د تطبیق په موخه د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو د پروژې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په ښه کیفیت سره پرمخ یووړل شي.

دا مهال د عزیز هوتک بازار په ساحه کې د سب ګریډ د دویمې طبقې کارونه روان دي.

همدارنګه د بابا قشقار سړک څخه تر خیرمې سیمې پورې د سب بېس موادو د متراکم کولو چارې دوام لري.

د یادونې وړ ده چې د اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د پروژې عملي کارونه بېرته پیل شوي او هڅې روانې دي چې د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې په چټکۍ او معیاري ډول بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت