په میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان ښارګوټي طرحه ومنل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۹:۴۱
..

۱۴۴۵/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د نقشو د ویزه کولو او ښاري چارو کمیسیون غړو د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د میدان وردګ ولایت اړوند د سردار محمد داود خان هستوګنیز ښارګوټي جوړه شوې طرحه او د بیخ بنا پلان د ښاري چارو محترم مرستیال او د دې کمیسیون د غړو له خوا تایید شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني لارښوونه وکړه، چې د میدان وردګ ولایت ښاروالي او هلته د کور او ښار جوړولو ریاست دې د یاد ښارګوټي د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د ناستې په دوام، د لوګر ولایت پل علم ښار د رخت پلورونکو د مارکیټ د رغونې لپاره تخنیکي ټیم وګمارل شو، ترڅو سیمه له نږدې وګوري، د ځمکې کروکي وکړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره دې خپل موندنې د ښاري نقشو د ویزه کولو له کمیسیون سره شریکې کړي.

دغه راز په ناسته کې، د دوه مسجدونو پلانونه هم منظور شول، چې یو په هلمند او بل یې د سرپل ولایت شهرنو سیمه کې جوړېږي.

--------------------------------------------------

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت