په لښکرګاه ښار کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۶
پټرول پمپ

۱۴۴۸/۱/۲۵

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو مخنیوي تخنیکي ټیم د ورځنیو څارنو په لړ کې، د لښکرګاه ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د یوه پټرول پمپ له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې یاد پټرول پمپ د ستراتیژیک پلان له ټاکل شوې ځمکنۍ کارونې سره په ټکر کې جوړ شوی، منظور شوی سکېچ نه لري، قانوني مساحت او ټاکل شوې فاصلې پکې نه دي رعایت شوي او په غیرپلاني ساحه کې یې غیرقانوني ودانیز فعالیتونه ترسره کړي، چې د نافذه قوانینو او ښاري اصولو له مخې ښاري سرغړونه ګڼل کېږي.

له همدې امله د پروژې ټولې ودانیزې چارې ودرول شوې، ساحه مهر او لاک شوه او د پټرول پمپ مالک ته لارښوونه وشوه، چې تر هغو به هېڅ ډول ودانیز فعالیت نه ترسره کوي، څو قانوني اسناد، اړین جوازونه او د پروژې منظور شوی سکېچ ترلاسه نه کړي. همدارنګه، له نوموړي څخه د نافذه قوانینو او مقرراتو د رعایت او د ودانیزو چارو د نه دوام په اړه رسمي تعهد هم واخیستل شو.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري نظم د ټینګښت، د ستراتیژیکو او تفصیلي پلانونو د خوندي تطبیق او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته په دوامداره توګه ادامه ورکوي او د هر ډول ښاري سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت